له سیاسي مشرانو سره د ولسمشر له غونډو یوه خبره سرچینه نن دوشنبې (د غوايي په ۱۷مه) طلوع نیوز ته وايي چې د دغې شورا د غړو د نوملړ د وروستي کېدو لپاره بحثونه روان دي او د دغې شورا ډېری غړي به د سیاسي ګوندونو مشران وي.
بل خوا د حکومت د رسنیو د مرکز مشر وایي، لا معلومه نه ده چې د دولت عالي شورا به یوازې مشورتي رول لري او که د پرېکړې هم؟
د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو مرکز مسوول دواخان مینه پال وايي:«کوم ګوندونه وي او د شورا نوم به څه وي د شورا د واکونو حدود به څومره وي تراوسه دا ټول وروستي شوي نه دي او د ډېرو سلامشورو لپاره بحثونه دوام لري.»
له سیاستوالو سره د ولسمشر له غونډو یوه معلومات لرونکې سرچینه وايي، د دولت د عالي شورا د غړو نوملړ د همدې اونۍ په پای کې وروستی کېږي او په وینا یې د دغې شورا ډېری غړي به د ګوندونو مشران وي.
په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی شېر محمد آخند زاده څرګندوي:«په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوازې څلور تنه دي، محب، فضلي ولسمشر او مېرمن یې دي چې له سلاکارانو او د ولسي جرګې له غړو نظر نه اخلي.»
سرچینې زیاتوي، څه باندې ۲۰ اغېزناک سیاستوال د دغې شورا غړیتوب به ولري؛ خو د حزب اسلامي یو غړی همایون جریر وايي، د دغې شورا د جوړېدو لپاره د ولسمشر له هڅو سره سره لا هم په حکومت کې ځينې کړۍ هڅې کوي چې، د دولت عالي شورا جوړه نه شي:«ټاکل شوې د شورا غونډې په اتو ورځو کې جوړې شي ولسمشر خپلې هڅې پیل کړې دي خو ځينې کړۍ شته چې د دغې شورا جوړېدل په خپله ګټه نه ویني.»
د احمد شاه مسعود د بنسټ رییس احمد ولي مسعود هم څرګنده کړه:«هغه څوک چې واقعاً د سولې او اجماع پلوی وي د تفرقې سیاست نه غوره کوي.»
د ځینو سیاستوالو په باور، د فاریاب د والي د ګوښه کېدو او پر ځای یې د نوي والي د ګومارل کېدو د مسلې جنجالي کېدل د ولسمشر غني او عبدالرشیدو دوستم تر منځ اړیکو ته زیان اړولی او دغه ډول چارې د سیاسي اجماع د رامنځته کېدو پر وړاندې خنډ ګنل کېږي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/22352